د ټولني په پرمختګ کي د ونډي اخیستني په موخه د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي او د محصلانو د خدماتو د همږغۍ مرکز د پلان له مخي ویسا اکاډمي کي تیره یکشنبه (۱۴۰۵/۶/۱۵ ل.) د عامه پوهاوي سمینار ارائه سو.
سمینار د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د ملالۍ پوهنتون د محصلانو د همږغۍ آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال د ملالۍ پوهنتون او د سمینارونو لړۍ په اړه زده کوونکو ته معلومات ورکړل.
د سمینار موضوع چاغښت او د مخنیوي لاري چاري وه چي د طب پوهنځي محصل ښاغلي محب رسول یې په اړه د ښوونځي زده کوونکو ته معلوماتي سمینار ارائه کړ.
په سمینار کي د لېسي استادانو او زده کوونکو ترڅنګ د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي د کلینیک څانګي آمر ښاغلي محمود خان امینزي او د محصلانو د همږغۍ مرکز ښاغلي عبدالواسع هڅیال هم ګډون کړی و.
تر سمینار وروسته د ویسا اکاډمي مسؤلینو د ملالۍ پوهنتون له ادارې مننه وکړه چي په مکاتبو کي د دا ډول سمینارونو دائروي.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University