د ټولني په پرمختګ کي د ونډي اخیستني په موخه د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي او د محصلانو د خدماتو د همږغۍ مرکز د پلان له مخي د حقمل معارف په لېسه کي تیره دوشنبه (۱۴۰۵/۶/۹ ل.) د عامه پوهاوي سمینار ارائه سو.
سمینار د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د سمینار موضوع شخصي حفظالصحه وه چي د طب پوهنځي محصل ښاغلي مطیع الله حقمل یې په اړه د ښوونځي زده کوونکو ته بشپړ معلومات ورکړل.
په سمینار کي د لېسي استادانو او زده کوونکو ترڅنګ د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي د پاراکلینیک څانګي آمر ښاغلي محمد قسیم عزیزي او د محصلانو د همږغۍ مرکز ښاغلي عبدالواسع هڅیال هم ګډون کړی و.
تر سمینار وروسته د حقمل معارف لېسي مسؤلینو د ملالۍ پوهنتون له ادارې مننه وکړه چي په مکاتبو کي د دا ډول سمینارونو دائروي.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University