Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د تدریسي مېتودولوژي درې ورځنی پروګرام پای ته ورسېد!

1405-6-4

خبري پېښي

د ملالۍ پوهنتون د استادانو آمریت د پلان او د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته تیره سه‌شنبه (۱۴۰۵/۶/۲ ل.) د کندهار پوهنتون استادانو په مرسته د ملالۍ پوهنتون استادانو ته د تدریسې مېتودولوژي درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل او نن پنجشنبه پای ته ورسېد. یاد دوه ساعته روزنیز پروګرام یوه ورځ په کندهار پوهنتون کي او دوې ورځي په ملالۍ پوهنتون کي د لاندي تکړه استادانو په مرسته ارائه سو: ۱. پوهنوال انجینر نذیر احمد قانع ۲. پوهاند دوکتور زرغون ترین ۳. پوهندوی دوکتور خادم حسین سعیدي ۴. پوهنوال دوکتور قدرت الله نظري. د ورکشاپ د درو ورځو په بهیر کي دا مهم موضوعات په نظري او عملي ډول له استادانو سره شریک سول: ۱. د مؤثر استاد خصوصیات او د ګټور تدریس ځانګړتیاوي ۲. د پایلو پر بنسټ زده کړه ۳. محصل محوره زده کړه او د زده کړو بېلابېلي لاري چاري په پای کي د استادانو آمر ښاغلي ن. پوهنیار نصیب الله ژمن د کندهار پوهنتون له استادانو مننه وکړه او یاد پروګرام یې د استادانو له پاره اړین وباله. په یاد روزنیز پروګرام کي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت او استادان ګډون کړی و چي د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University