Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د ملالۍ علمي - څېړنیزي مجلې دریمه ګڼه چاپ سوه!

1405-6-1

خبري پېښي



ملالۍ علمي – څېړنيزه مجله، چي د څېړني، تاليف او ژباړي رياست له خوا په RCTD-PNJR-0078-25 شمېره د خپراوي جواز لري، د ۱۴۰۵ ل. کال اوله ګڼه او پرلپسې دريمه ګڼه چاپ سوه. ياده مجله چي په طبي برخه کي په چاپي او الکترونيکي بڼو علمي مقالې نشروي، په اوله ګڼه کي ټولي اته علمي څېړنيزي مقالې خپرې کړي دي، چي د ټولو څېړنو مالي او تخنيکي ملاتړ ئې د ملالۍ پوهنتون د څېړنيز مرکز آمريت له خوا تر سره سوی دئ. د ملالۍ پوهنتون اداره ژمنه ده، چي د ټاکل سوو معيارونو مطابق به د هيواد د موجوده ستونزو پر اساس ګټوري څېړني طرحه او د ملالۍ علمي ـ څېړنيزي مجلې له لاري به ئې موندني خپروي. یاده مجله به له اړوند امارتي او خصوصي طبي سکتوري ادارو سره شریکه سي تر څو له معلوماتو څخه ئې د ټولني د ستونزو د حل او پرمختګ په موخه کار واخیستل سي. د مجلې الکترونيکي بڼه د پوهنتون له ويبپاڼي او د لوړو زده کړو وزارت د علمي ژورنالونو له ويبپاڼي څخه د لاندي لينکونو له لاري ډاونلوډ او لوستلای سئ: https://journals.edu.gov.af/issue/546 http://malalay.edu.af/files/others/publication_3.pdf #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University