نن جمعه (۱۴۰۵/۵/۲۳ ل.) له کندهار پوهنتون څخه د راغلي هیئت په حضور کي له یو سل او اتیا کاندید محصلانو څخه دېرشم کانکور واخیستل سو.
د محصلانو د خدماتو انسجام آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال د ویناوو برخه را پیل او ټولو کاندید محصلانو ته یې ښه راغلاست ووایه، ورپسې یو تن کاندید محصل د قرآنکریم لنډ آیتونه تلاوت کړل.
عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله نیازي پیلیزه وینا وکړه او وې ویل: « هر ځوان چي غواړي په نړۍواله کچه انسان پاله بریا ترلاسه کړي باید سالم اهداف ولري او د اهدافو د ټاکلو مهمه ورځ نن ده، تاسو باید نن د ځان له پاره سپېڅلي اهداف وټاکئ. همدارنګه تاسو به په خپل انتخاب تل ویاړئ ځکه ملالۍ پوهنتون د تاریخ په اوږدو کي ټولني ته دا خبره د خپلو خدماتو په مرسته ثابته کړي ده.»
له کندهار پوهنتون څخه د راغلي هیئت په استازیتوب د یاد پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل محمد صدیق حریفال وینا وکړه او وې ویل: « ځوانانو ته اړینه ده چي لوړو زده کړو ته په راسخه عقیده، کلک هوډ او پوره ژمنیتا ملا وتړي، د اوسني نظام یو هدف دا دئ چي د کمیت پر ځای کیفیت ته کار وکړي او ملالۍ پوهنتون هغه بنسټ دئ چي تل یې کیفیت ته کار کړئ. دا هغه ځای دئ چي له تاسو څخه ښه ډاکټر، حقوقپوه او سیاست پوه جوړوي.»
د کانکور پارچو بکس د پوهنتون رهبري هیئت او کندهار پوهنتون څخه راغلي پلاوي په حضور کي د یوه تن کاندید محصل لهخوا خلاص سو، د ازمویني هیئت مسؤلینو ته پارچي ووېشلي او ازموینه رسماً پیل سوه.
د محصلانو چارو مرستیال او د آزموینو کميټې آمر ښاغلي پوهنیار محمد الیاس کریمي د پوښتنو حلولو اړوند پوره معلومات له کاندید محصلانو سره شریک کړل.
د ازمویني له صحني څخه د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي نور احمد ایوبي او د محصلانو چارو آمر ښاغلي رحمت الله رښتین د نظارت په موخه لیدنه وکړه.
د یادولو وړ ده چي د عمومي کانکور نتایج به ژر اعلان او د سنبلې میاشتي په ۵ مه، د پنجشنبې په ورځ به متفرقه کانکور هم واخیستل سي.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University