د دعوت او ارشاد آمریت د پلان له مخي پرون دوشنبه (۱۴۰۵/۵/۱۲ ل. – ۱۴۴۸/۲/۲۰ ق.) د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د اسلامي ثقافت استاد ښاغلي حافظ مولوي محمود خطیبي د امیر المومنین حفظه الله د فرمان په رڼا کي د ښځو د حقوقو اړوند معلوماتي سمینار ارائه کړ.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي خطیبي په لاندي موضوعاتو خبري وکړې:
- په اسلامي شریعت کي د ښځي مقام
- د ښځو حقوق
- د ښځو پر وړاندي ناسم رواجونه
- د ناسمو رواجونو په اړه د امیرالمومنین فرمان
- د ناسمو رواجونو د مخنیوي لاري چاري
د پورته ټولو موضوعاتو په اړه مهم معلومات له ګډون والو سره شریک سول، په یاد بیان کي د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري او خدمتي کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و چي د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University