Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

علمي شورا دائره سوه!

1405-5-1

خبري پېښي

د ملالۍ پوهنتون ۴ مه علمي شورا د عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت‌الله نیازي په مشرۍ نن پنجشنبه (۱۴۰۵/۵/۱ ل.) د غونډو په تالار کي دائره سوه. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلي مولوي فريد احمد له ګډون والو سره ديني سپارښتني شريکي کړې. له هغه وروسته د علمي شورا منشي ښاغلي ن. پوهنیار نصیب الله ژمن د تیر مجلس پریکړو ته کتنه وکړه او د تطبیق راپور یې له ګډون والو سره شریک سو. د آجنډا مطابق عمومي رئیس مولوي رحمت‌الله نیازي، د محصلانو چارو مرستیال ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي او د اداري او مالي چارو مرستیال حبیب رسول سیدي د خپلو میاشتنیو فعالیتونو راپورونه واورل. د طب پوهنځي مرستیال پوهنیار ډاکټر محمد یونس سلیمان او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنیار محمد هاشم حسرت د پوهنځیو د علمي شورا ګانو راپورونه شریک کړل. د علمي کادر غړو څېړنیزو فعالیتونو پراختیا د ظرفیت لوړوني پروګرامونو په لاره اچول او تعقیبول د توامیتونو نوي کول او له موجوده توامیتونو څخه مؤثره ګټه اخیستل د مجلس مهم موضوعات وو چي په اړه یې بحث او لازمي پرېکړي وسوې. د دې ترڅنګ د اصلي کمېټو پرېکړي وکتل سوې او له بحث وروسته تأیید سوې. مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University