Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

(Antimicrobial Resistance - AMR)

1405-4-24

مقالې، لیکني او ژباړي

راټولوونکی: محمد طارق صابر د طب پوهنځي محصل تعریف انټي‌مایکروبیل مقاومت (AMR) هغه حالت دی چي پکښي باکتریاوې، ویروسونه، فنګسونه او پرازیتونه د هغو درملو پر وړاندي مقاومت پیدا کوي چې د دوی د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي. په پایله کي عادي درملنه اغېز نه کوي، انتان اوږدېږي او د ناروغ د مړینې خطر لوړېږي. انټي‌مایکروبیل درمل څه دي؟ انټي‌بیوټیکونه د باکتریاوو لپاره انټي‌وایرال درمل د ویروسونو لپاره انټي‌فنګل درمل د فنګسي ناروغیو لپاره انټي‌پارازیټیک درمل د پرازیتونو لپاره د مقاومت د رامنځته کېدو لاملونه د ډاکټر له نسخې پرته د انټي‌بیوټیکونو استعمال د درملنې د کورس نیمګړی پرېښودل د ویروسي ناروغیو لپاره د انټي‌بیوټیکونو ناسم استعمال په څارویو او چرګانو کې د انټي‌بیوټیکونو زیات استعمال د روغتیايي مرکزونو د انتانونو کمزوری کنټرول. د واکسین کم پوښښ. د حفظ الصحې نشتوالی او د ککړو اوبو استعمال د مقاومت میکانیزمونه د انزایمونو په وسیله د درملو تخریب د درملو د هدف (Target) بدلون د باکتریا د حجرو د دیوال د نفوذ کمېدل د Efflux Pumps له لارې د درملو بهر ایستل د نوو جینونو ترلاسه کول (Horizontal Gene Transfer). د خطر عوامل په مکرر ډول د انټي‌بیوټیک استعمال. اوږدمهاله بستر کېدل. کمزوری معافیت د مزمنو ناروغیو شتون. د روغتیايي اصولو نه مراعات نښې خپله AMR ځانګړې نښې نه لري، بلکې ناروغي د درملنې سره نه ښه کېږي. د بېلګې په توګه دوامداره تبه د زخم نه رغېدل د سږو، ادراري لارې یا وینې انتان اوږدېدل د درملو له استعمال سره هم د ناروغ حالت نه ښه کېدل تشخیص د کلتور (Culture) معاینه د Antibiotic Sensitivity Test (AST) د وینې، ادرار او نورو نمونو لابراتواري ازموینې مالیکولي ازموینې لکه PCR. درملنه د کلتور او حساسیت د پایلو له مخې مناسب انټي‌بیوټیک انتخاب د اړتیا په وخت کي د دوو یا زیاتو انټي‌بیوټیکونو ګډ استعمال د ناروغ د حالت مطابق حمایوي درملنه د انټي‌بیوټیکونو مسؤلانه استعمال (Antibiotic Stewardship). اختلاطات Sepsis Septic Shock د څو غړو ناکامي (Multi-organ Failure) اوږده بستر کېدل د درملنې زیات لګښت د مړینې زیات خطر مخنیوی انټي‌بیوټیک یوازې د ډاکټر په نسخه استعمال کړئ. د درملنې کورس بشپړ کړئ خپل درمل له بل چا سره مه شریکوئ د لاسونو منظم مینځل. واکسین کول. د روغتیايي مرکزونو د انتانونو کنټرول. په حیواناتو کي د انټي‌بیوټیکونو مسؤلانه استعمال نړیوال اهمیت د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) انټي‌مایکروبیل مقاومت د نړۍ له لسو ستر روغتیايي ګواښونو څخه ګڼي. که د دې مخنیوي لپاره جدي اقدامات ونه شي، په راتلونکو کلونو کې به د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ سي.