Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک سو!

1405-4-18

خبري پېښي

د ملالۍ پوهنتون او نصرت بشیر معالجوي‌ روغتون ترمنځ د روغتیايي او څېړنیزو ګډو همکاریو تفاهم‌لیک نن چهار‌شنبه (۱۴۰۵/۴/۱۸ ل.) د ملالۍ پوهنتون د غونډو په تالار کي لاسلیک سو. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، په پیل کي د پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت‌الله نیازي وینا وکړه؛ مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه، د ګډو همکاریو پر دیني او دنیوي ګټو یې خبرې وکړې؛ د ملالۍ پوهنتون د لاسته راوړنو معلومات یې شریک کړل او د هر ډول قانوني همکاریو ډاډ یې ورکړ. د راغلو مېلمنو په استازیتوب ډاکټر حکمت الله خبري وکړې، د نصرت بشیر معالجوي روغتون په اړه یې معلومات شریک کړل، له ملالۍ پوهنتون یې مننه وکړه او وې ویل چي موږ د دې پوهنتون د فارغ په توګه هر ډول روغتیايي مرستو ته آماده یو. د مجلس په پای کي د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم لیک چمتو سوې طرحه لاسلیک سوه او مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. د یادوني وړ ده چي د یاد تفاهم لیک له مخي به نصرت بشیر معالجوي روغتون د ملالۍ پوهنتون له استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو سره په خدماتو کي ۵۰ سلنه تخفیف کوي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University