Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

۹۰ تنه ډاکټران ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول!

1405-4-13

خبري پېښي

نن ‌شنبه (۱۴۰۵/۴/۱۳ ل.) د طب پوهنځي له ۱۸ مي دورې څخه ۹۰ تنه مسلکي ډاکټران د شانداره غونډي په ترڅ کي فارغ او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول. محفل د محصلانو د خدماتو د همږغۍ آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال له خوا محصلانو ته د هڅوونکي مقدمې په ویلو سره پیل سو. ورپسې د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر ښاغلي مولوي حافظ محمود خطیبي په ښکلي حنجره د کلام الله مبارک آیتونه تلاوت کړل او مجلس رسماً پیل سو. د طب پوهنځي رئیس ډاکټر محمد اسمعیل سادات پیلیزه وینا وکړه، د پوهنتون او طب پوهنځي په وروستیو لاسته راوړنو وږغېد، فارغانو ته یې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چي هر فارغ باید ټولني ته مسلکي خدمات وړاندي کړي. د ملالۍ پوهنتون د طب پوهنځي استاد ښاغلي پوهنمل ډاکټر قدرت الله احمدي فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ په روان وخت کي د طبابت په اړتیا او اهمیت خبري وکړې، د استادانو او اداري کارمندانو ستړیاوې یې وستایلې او فارغانو ته یې په مسلک کي د سپېڅلتیا ساتلو سپارښتني وکړې. مجلس کي په خواږه ږغ ښاغلي نېک محمد رازمل ښکلی ترنم هم وکړ. د طب پوهنځي استاد ښاغلي سید احمد دوست فارغانو ته د مسلک سپېڅلتیا ساتلو او نورو لوړو زده ترلاسه کولو په اړه مفصلي خبری وکړې. همدارنګه یې دوی وهڅول تر څو د خپل استعداد مطابق تخصص او فوق تخصص وکړي. د فارغانو په استازیتوب ښاغلي نصیب الله رحیمي خبرې وکړې؛ له ادارې، استادانو او ټولو هغو کسانو څخه یې مننه وکړه چي د دوی په تحصیلي بهیر کي یې د دوی لاسنیوی کړی دئ. د پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله نیازي وروستۍ وینا وکړه، فارغانو او د دوی والدینو ته یې مبارکي وویله، د دې ترڅنګ یې فارغانو ته په دیني، دنیوي او مسلکي برخو کي د صادقانه خدمت کولو سپارښتني وکړې او وې ویل چي وطن او ملت ستاسو رښتیني خدمتونو ته شدیده اړتیا لري. د فارغانو د والدینو په استازیتوب ښاغلي حاجي توریالي له ملالۍ پوهنتون مننه وکړه او د خدماتو هرکلی یې وکړ. له ویناوو وروسته د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات فارغانو ته په مسلک کي د تقدس ساتلو په موخه طبي قسم ورکړ. د کندهار پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ عبدالرحمن طیبي فارغان وهڅول تر څو په راتلونکي کي ټولني ته معیاري خدمات وړاندي کړي، اسلام او نبوي ارشادات ترویج کړي او د مروجو بدمرغیو مخه ونیسي. تر هغه وروسته محصلانو رهبري هیئت، استادانو او اداري کارمندانو ته چمتو سوې ډالۍ ورکړې، د پروګرام په وروستۍ برخه کي د رهبري هیئت او استادانو له خوا ټولو فارغانو ته د پوهنتون له‌خوا ترتیب سوې تصدیق پاڼي ووېشل سوې او مجلس په دعاء سره پای ته ورسېد. د فراغت په مجلس کي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت، استادانو اداري او خدمتي کارمندانو، د کندهار پوهنتون رئیس او د محصلانو چارو مرستیال، د فارغانو والدینو او ګڼ شمېر نورو مېلمنو ګډون کړی و. د یادولو وړ ده چي یادو ۹۰ فارغانو د نظري درس دوولس سمسټرونه په بریالیتوب سره پای ته ورسول او له دې وروسته به یو کال ستاژ دوره په روغتون کي تیروي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University