د طب پوهنځي ۱۸ مي دورې محصلانو له ليسانس دورې څخه د فارغيدو په مناسبت پرون چهارشنبه (۱۴۰۵/۴/۱۰ ل.) د خوښۍ محفل د ملالۍ پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي دائر کړی و.
محفل د طب پوهنځي محصل ښاغلي میرویس له خوا د کلامالله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د محصلانو د خدماتو د همږغۍ آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال د مجلس آجنډا له محصلانو سره شریکه کړه.
د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات فارغ کیدونکو محصلانو ته د نورو لوړو زده کړو سپارښتنه وکړه او د لیسانس دورې په تیر سوي بهیر ته یې ځغلنده کتنه وکړه.
ډاکټر حیات الله حبیبي او ډاکټر اسد الله ځيرک د طب پوهنځي هغه استادانو وو چي محصلانو ته یې د مبارکۍ تر څنګ د نوو او مهمو مهارتونو د ترلاسه کولو سپارښتني وکړې او د لیسانس دورې مبارکي یې ورکړه.
مجلس له ویناوو وروسته په دعاء سره پای ته ورسېد.
د یادولو وړ ده چي نوموړو فارغ کېدونکو محصلانو ته به راتلونکي شنبه د کندهار په آسمان صالون کي د فراغت مراسم دائر کړل سي.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University