د ملالۍ پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت چاري تیره ورځ (شنبه، ۱۴۰۵/۴/۶ ل. – ۱۴۴۸/۱/۱۲ ق.) د درې کسیزه هیئت له لوري وارزول سوې.
مولوي سبحان الدین سجاد د خصوصي پوهنتونونو د نظارت مسؤل په توګه، مولوي عبدالصمد سعید او مولوي محمد عوض حارث د دعوت او ارشاد د مبلغینو په توګه د هیئت غړي وو.
راغلي هیئت په لومړي قدم کي د ملالۍ پوهنتون په عمومي ریاست کي د پوهنتون له رئیس ښاغلي مولوي رحمتالله نیازي سره ولیدل او د نظارت په اړه یې خپل معلومات ورسره شریک کړل؛ ښاغلي نیازي دوی ته ښه راغلاست ووایه، د ترسره سوو فعالیتونو د معلوماتو تر څنګ یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
له هغه وروسته راغلي هیئت د ملالۍ پوهنتون د دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلي مولوي فرید احمد په ملتیا له محصلانو سره ولیدل او د خپل چکلېست مطابق یې له هغوی څخه معلومات ترلاسه کړل.
د لیدني په پای کي راغلي هیئت د علمي شورا په تالار کي له استادانو او اداري کارمندانو سره د همږغۍ مجلس دائر کړ؛ د دعوت او ارشاد د نظارت موخې، په یاده برخه کي د استادانو او اداري کارمندانو ونډه او د غوره والي په موخه یې مشورې کول هغه موضوعات وو چي په یاد مجلس کي مطرح سول.
مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University