Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د عاشورا د فضیلت اړوند سمینار ارائه سو!

1405-4-4

خبري پېښي

د دعوت او ارشاد کمېټې د پرېکړي او د مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته پرون چهارشنبه (۱۴۰۵/۴/۳ ل.) د یاد مرکز د غونډو په تالار کي د اسلامي ثقافت استاد ښاغلي ن. پوهنیار نصیب الله ژمن د عاشورا فضیلت اړوند سمینار ارائه کړ. سمینار د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي ژمن د عاشورا ورځي اړوند لاندي مهم معلومات له ګډون‌والو سره شریک کړل: د عاشورا ورځي پيژندل د عاشورا په ورځ پېښ سوي اسلامي واقعات د عاشورا ورځي په اړه ناسم پوهاوی د کربلا غم‌ناکه پېښه او د پېښېدو جریان یې د عاشورا ورځ روژه او نورې ثوابي چاري او... په سمینار کي د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري او خدمتي کارمندانو ګډون کړی و چي د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University