Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

میرویس حوزوي روغتون ته وینه ورکړل سوه!

1405-3-28

خبري پېښي



د جون ۱۴ مه د وینې ورکولو نړۍوالي ورځي د لمانځلو په موخه د ملالۍ پوهنتون د نشراتو او فرهنګي چارو کمېټې او طب پوهنځي د پلان له مخي پرون چهارشنبه (۱۴۰۵/۳/۲۷ ل.) د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو، خدماتي کارمندانو، د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو محصلانو د میرویس حوزوي روغتون د ویني بانک څانګي ته وینه ورکړه. د یاد بهیر موخه د ویني ورکولو فرهنګ ته د خلکو دعوتول، د ټولني په پرمختګ کي ونډه اخیستل، له میرویس حوزوي روغتون سره په یاده برخه کي مرسته کول وو چي تر ۵۰ ډېرو کسانو وینه ورکړه او خپل مسؤلیت یې اداء کړ. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University