Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د ليوني ناروغۍ اړوند سمینار ارائه سو!

1405-2-30

خبري پېښي

د طب پوهنځي د پلان له مخي د مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته پرون سه‌شنبه (۱۴۰۵/۲/۲۹ ل.) د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات د Rabies یا د لیوني سپي ناروغۍ اړوند معلوماتي سمینار ارائه کړ. سمینار د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي سادات د یادي ناروغۍ په تړاو لاندي مهم معلومات له ګډون والو سره شریک کړل: د ناروغۍ تعریف د ناروغۍ وروستي آمار او ارقام د لیوني سپي یا ریبیز د انتقال لاري د ناروغۍ علایم د ناروغۍ د مخنیوي لاري چاري او.... په سمینار کي د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و چي په پای کي یې د خپلو پوښتنو جوابونه له ارائه کوونکو څخه ترلاسه کړل او مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University