Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

له اکاډمیکو چارو څخه څارنه او اروزنه وسوه!

1405-1-30

خبري پېښي

تیره شنبه، د روان ۱۴۰۵ ل. کال حمل میاشتي په ۲۹ مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارني او ارزوني ریاست له خوا د ټاکل سوي څلور کسیزه هیئت هر یو: ۱. محترم قاري سید الرحمن منیب (د اما.رتي لېسانس څارني او ارزوني آمر) د پلاوي مشر ۲. ګل نبي حبیبي ( د فوق لېسانس برنامو د کړنو او پلان د تطبیق د څارني او ارزوني مسلکي غړی) ۳. پوهندوی عین الله کریمي ( د غزني پوهنتون استاد) ۴. پوهندوی محمد مسعود نیک نام ( د غزني پوهنتون استاد) د ملالۍ پوهنتون، طب پوهنځي، حقوقو سیاسي علومو پوهنځي له اکاډمیکو څارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه. په پیل کي راغلي پلاوي د پوهنتون له رهبري هیئت سره تعرفي مجلس وکړ، خپل کاري پلان یې تشریح کړ او د علمي چارو په پرمختګ کي د خصوصي پوهنتونونو پر اهمیت خبري وکړې. د ملالۍ پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د دوی له راتګ څخه یې مننه وکړه چي خصوصي پوهنتونونو ته متوجه دي او په پرمختګ کي یې برخه اخلي. همدارنګه ښاغلي سعید د څېړنو، کیفیت لوړاوي، فرهنګي او نشراتي فعالیتونو، کتابتون، استادانو، نصاب او... په اړه خپل معلومات له مېلمنو سره شریک کړل. تر هغه وروسته د دوو ورځو په بهیر کي د پوهنتون او پوهنځیو په کچه ارزونه پیل سوه چي په ترڅ کي يې طب پوهنځی، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی، څېړنیز مرکز، کیفیت لوړاوي آمریت، مسلکي پرمختیايي مرکز، استادانو آمریت، د محصلانو د خدماتو مرکز، کتابتون، کمپیوټر لب، مناظرې کلب، حقوقي کلینیک، روغتونونه، لابراتوارونه، لوبغالي، د غونډو تالار او نور خدمات او آسانتیاوي وکتل سوې او د چک لېسټ مطابق یې ارزونه وسوه. راغلي هیئت د ملالۍ پوهنتون له رهبري هیئت سره د ارزوني نتایج شریک کړل او له موجوده خدماتو څخه یې خپله خوښي څرګنده کړه. مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان او یوټیوب: Malalay University