Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د مبارکۍ پیغام!

1405-1-17

ممتاز استادان، کارمندان او محصلان

د ملالۍ پوهنتون د طب پوهنځي دولسمي دورې فارغ ښاغلی ډاکټر فضل محمد حلیم د دبۍ د DHA په آزموینه کي بریالی سوی دئ. د طبابت نړۍ Dubai Health Authority هغه آزموینه ده چي په نړۍواله کچه دائرېږي او ډېر شمېر د طب فارغان ګډون پکښي کوي او لږ شمېر یې کامیابېږي، کامیاب سوي کسان کولای سي په دبۍ کي د ډاکټر په توګه کار او روغتیايي خدمات وړاندي کړي. د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت د ډاکټر حلیم لاسته راوړنه د سیمي په کچه لوی ویاړ بولي او تل هڅه کوي د علمي کیفیت په لوړ ساتلو سره ټولني ته علمي او مسلکي کادرونه وړاندي کړي تر څو وکولای سي په ملي او نړۍواله کچه هیواد ته ویاړونه راوړي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University