د دعوت او ارشاد آمریت د پلان له مخي نن دوشنبه (۱۴۰۴/۱۲/۱۸ ل.) د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د شیخ مفتي عبدالستار حقاني له خوا د نشه يي توکو د شرعي او طبي اضرارو په اړه اصلاحي بیان وسو.
تر بیان مخکي د یوه تن محصل له خوا مجلس د کلام الله د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي حقاني په لاندي موضوعاتو خبري وکړې:
نشه يي توکي څه دي؟
په قرآن کریم کي د نشه کولو کوم اضرار بیان سوي دي؟
د نشه يي توکو د کارولو له کبله انسانان له کومو ټولنیزو او روغتیايي ستونزو سره مخ کېدای سی؟
څه باید وکړل سي تر څو انسانان د نشه يي توکو له کارولو څخه مخنیوی وکړي؟
او...
د پورته ټولو موضوعاتو په اړه مهم معلومات له ګډون والو سره شریک سول، په یاد بیان کي د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري او خدمتي کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و چي د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University