د کیفیت لوړاوي کمیټې او طب پوهنځي د پلان له مخي نن یکشنبه (۱۴۰۴/۱۲/۱۷ ل.) په نوي ایوبي روغتون کي د محصلانو له عملي کارونو څخه د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي، د طب پوهنځي مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد یونس سلیمان او د یاد پوهنځي د کلینیک څانګي آمر ښاغلي ډاکټر محمود خان امینزي ارزونه وکړه.
- د محصلانو د عملي کارونو له پاره د امکاناتو شتون
- د حاضري تعقیب
- د محصلانو د رضایت کچه
- په بیلابیلو برخو کي د عملي کار آسانتیاوې
- په عملي کار ځایونو کي د استادانو لارښووني
- هغه مهم موارد وو چي ارزونه یې وسوه. د دې تر څنګ د محصلانو وړاندیزونه، ستونزي او سپارښتني هم واوريدل سوې او له مسؤلو کسانو سره شریکي سوې.
ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University