معده چي د انسان د بدن له مهمو غړو له جملې څخه ده که یې ساتنه ونه کړو کومي ناروغۍ به رامنځه کیږي؟!
د معدې ناروغۍ ډېر ډولونه لري.
معده د انسان د هضم مهمه برخه ده، نو که پاملرنه ورته ونه سي نو بېلابیلي ستونزي رامنځته کیږي.
د معدې مشهوري ناروغۍ عبارت دي له:
١: د معدې التهاب (ګاستریت)
د معدې دننه پوښ التهابي (میکروبي) کیږي.
نښي: د معدې درد، سوځېدل، زړه بدوالی او یا کله کله استفراق کول.
٢: د معدې زخم (السر)
د معدې په دېوالونو کي زخم جوړیږي.
نښي: سخت درد، د معدې سوځېدل، کله کله د ویني استفراق کول هم پکښي شامل دي.
٣: د معدې د تیزابو زیاتوالی
کله چي معده ډېر تیزاب تولید کړي نو دا ستونزي ناروغ ته پیدا کیږي.
نښي: د سینې سوځېدل، ترخې اوبه خولې ته راتلل.
٤: د هضم خرابوالی (بد هضمي) هغه ناروغي چي
خواړه پکښي ښه نه هضمیږي.
نښي: د معدې دروندوالی(لکه نس چي دروند وي)، د نس ګاز (ګیس)، پړسوب.
٥: د معدې مکروب (هلیکوباکتر)
یو مکروب دی چي معده خرابوي او د معدې برخه کي ستونزي جوړوي.
نښي: دوامدار د نس درد، د اشتها کموالی او بد هضمي درلودل.
د معدې د ساتنې لارې، څنګه کولای سو چي معده مو خوندي وساتو؟
١: وخت پر وخت خواړه خوړل (ډېر اوږده لوږه نه کول).
٢: ډېر غوړ، تیز او مساله لرونکي خواړه کم خوړل.
٣: چای، کافي او سګرټ کم یا پرېښوودل.
٤: پاکې اوبه څیښل.
٥: سبزي، مېوې او سپک خواړه زیات خوړل.
٦: ډېر خوراک نه کول؛ ځکه لږ لږ خوړل ښه دي.
٧: له خوړو وروسته سمدستي مه بیدېږئ!
٨: ذهني فشار (سټریس) کم کړئ.
او ښه خواړه د معدې لپاره په لاندي ډول دي لکه:
مستې
کېله
وریجي
سبزيجات
شیدې
شات(عسل)
او هغه خواړه او نشه یي توکي چي د معدې ناروغیو ته زمینه برابروي په لاندي ډول دي:
هغه شیان چې معدې ته تاوان رسوي:
ډېر تند او مساله لرونکي خواړه خوړل
ډېر غوړ خواړه
سګرټ او نسوار
ډېر چای او کافي څیښل
ګازي مشروبات څیښل.
د غوره صحت درلودلو لپاره پر خپل صحت پام وکړئ او له ضرر لرونکو هغه که هر څه وي مکمل پرهېز وکړئ او یا ورته ووایاست، تر ډېره نشه یي توکو ته ځکه نشه یي توکي مو ژوند تباه کوي.