Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

له وادي هلمند پوهنتون سره تفاهم لیک لاسلیک سو!

1404-12-14

خبري پېښي







د ملالۍ پوهنتون او وادي هلمند پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم لیک نن پنجشنبه (۱۴۰۴/۱۲/۱۴ ل.) د ملالۍ پوهنتون د علمي شورا په تالار کي لاسلیک سو. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو؛ د ملالۍ پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید د ملالۍ پوهنتون د پېژندني، خدماتو او د لاسته راوړنو اړوند لنډي خبري وکړې او زیاته یې کړه چي دا ډول علمي همکارۍ د پوهنتونونو د رسالت مهمه برخه جوړوي. د ملالۍ پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي رحمت‌الله نیازي د خپلو خبرو په لړ کي وویل چي تحصیلي اهداف هغه وخت ښه ترلاسه کېدای سي چي په ګډه کار وسي، تجارب تبادله سي او خنډونه له مخي لیري سي. د ملالۍ پوهنتون رهبري، استادان او اداري کارمندان په علمي برخه کي هر ډول همکاریو ته ژمن دي. د وادي هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي پوهندوی محمد اسمعیل مهربان د خپل پوهنتون پر پېژندنه، لاسته راوړنو او ترسره سوو خدماتو وږغېد، نوموړي له ملالۍ پوهنتون سره د تفاهم‌لیک په لاسلیک کېدو خپله خوښي څرګنده کړه او وې‌ویل چي په دې برخه کي به خپله پوره همکاري کوي. د وادي هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال هم په خپل نوبت خبري وکړي او دا تفاهم لیک یې د دواړو لورو په ګټه وباله. تر ویناوو وروسته د دواړو لورو استازو په حضور کي د تفاهم لیک ترتیب سوې طرحه لاسلیک سوه. علمي ظرفیت لوړونه، د نصاب پراختیا، د ګډو څېړنیزو فعالیتونو ترسره کول او... د یاد تفاهم‌‌لیک مهمي برخي وې چي له مخي به یې دواړه لوري یو له بل سره همکاري کوي. مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University