د ملالۍ پوهنتون ۱۲مه علمي شورا د عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمتالله نیازي په مشرۍ نن دوشنبه (۱۴۰۴/۱۲/۴ ل.) د غونډو په تالار کي دائره سوه.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلي مولوي فرید احمد د علمي شورا ګډونوالو ته په روژه کي د دیني چارو کي اړوند ارزښتناکه خبري وکړې او خپلي سپارښتني یې ورسره شریکي کړې.
له هغه وروسته د علمي شورا منشي ښاغلي ن. پوهنیار نصیب الله ژمن د تیر مجلس پریکړو ته کتنه وکړه او د تطبیق راپور یې له ګډون والو سره شریک سو.
د آجنډا مطابق عمومي رئیس مولوي رحمتالله نیازي، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالرحمن سعید، د محصلانو چارو مرستیال ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي او د اداري او مالي چارو مرستیال حبیب رسول سیدي د خپلو میاشتنیو فعالیتونو راپورونه واورل.
د طب پوهنځي رئیس ډاکټر محمد اسمعیل سادات او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنیار محمد هاشم حسرت د پوهنځیو د علمي شورا ګانو راپورونه شریک کړل.
د نوو علمي پروګرامونو د ایجادولو بحث
د عملي کارونو پلان پراخول
د علمي کادر غړو او څېړنیزو فعالیتونو چاري ګړندۍ کول
د مجلس مهم موضوعات وو چي په اړه یې بحث او لازمي پرېکړي وسوې. د دې ترڅنګ د اصلي کمېټو پرېکړي وکتل سوې او له بحث وروسته تأیید سوې.
مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University