د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي او نوي ایوبي روغتون تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو تفاهملیک نن شنبه ( ۱۴۰۴/۱۲/۲ ل.) د یاد روغتون د غونډو په تالار کي د دواړو لورو استازو په حضور کي لاسلیک سو.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د نوي ایوبي روغتون سرطبیب ښاغلي الحاج ډاکټر توریالي عُبیدي د پیلیزي وینا په ترڅ کي وویل چي ایوبي روغتون به خپل ټول امکانات د محصلانو د ښې زده کړي په موخه وکاروي، تر څو محصلان د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي ډګر کي لازمه تجربه ترلاسه کړي.
د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات هم لنډي خبري وکړې، له ایوبي روغتون څخه یې مننه وکړه او د عملي کار او ستاژ محصلانو د معرفت په ترتیب یې له ګډون والو سره معلومات شریک کړل. نوموړي زیاته کړه چي ملالۍ پوهنتون تل هڅه کوي د ښار له غوره روغتونونو سره تفاهملیک لاسلیک او محصلانو ته غوره خدمات ارائه کړي.
ورپسې د دواړو لورو د استازو لهخوا د تفاهملیک جوړه سوې طرحه لاسلیک سوه، چي له مخي به یې محصلان په یاد روغتون کي عملي کار او ستاژ مخ ته وړي.
ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University