د شورا ګانو او کمېټو د مهالوېش له مخي د کیفیت لوړاوي پنځم مجلس نن پنجشنبه (۱۴۰۴/۱۱/۳۰ ل.) د غونډو په تالار کي د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید په مشرۍ دائر سو.
غونډه د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه، په پیل کي ښاغلي سعید د مجلس پر آجنډا بحث را پیل کړ، د ستراتېژيک پلان پر تأییدي او د نظارت او ارزیابي ریاست د راپور په اړه یې خپل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
ورپسې د کیفیت لوړاوي آمر ښاغلي عبدالرحمن اڅکزي د تیري کميټې د پرېکړو پر اجراأتو خبري وکړې. له هغه وروسته په لاندي موضوعات بحث او په اړه یې لازمي پرېکړي ونیول سوې:
- د اداري کارمندانو د ارزونو په فورمو بحث کول
د اصلي او فرعي کمېټو ارزونه کول
- د معیارونو مطابق دوسیې نوي کول
- د نوو سمسټرونو د پیل ارزونو راپور شریکول
او....
مجلس مسؤلو کسانو ته د کارونو له سپارلو او دعاء ویلو وروسته پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University