د دعوت او ارشاد بورډ د پرېکړي له مخي تیره سه شنبه (۱۴۰۴/۱۱/۲۸ ل.) د پوهنتون په مسجد کي د شیخ مفتي عبدالستار حقاني له خوا اصلاحي بیان ارائه سو.
د بیان موضوع د نبوي سنتو اتباع او د ږیري اهمیت د اسلام له نظره وه، چي ښاغلي شیخ حقاني یې د مازدیګر تر لمانځه وروسته په لاندي برخو خپل چمتو کړي معلومات له ګډون والو سره شریک کړل:
نبوي سنت څه دي؟
څنګه کولای سو په خپلو ورځنیو فعالیتونو کي نبوي سنتو ته ځای ورکړو؟
د نبوي سنتو د تطبیق دنیوي او اخروي ګټي!
د ږیرې پرېښودلو اهمیت او ګټي یې!
او...
د پورته ټولو موضوعاتو په اړه مهم معلومات له ګډون والو سره شریک سول، په یاد بیان کي د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري او خدمتي کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و چي د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University