د محصلانو خدماتو انسجام مرکز د پلان له مخي د نهه ویشتم کانکور نوو کامیاب سوو محصلانو ته د ښه راغلاست مجلس پرون سهشنبه، د روان ۱۴۰۴ ل. کال د دلوې میاشتي په ۲۸ مه نېټه دائر سو.
د محصلانو خدماتو د انسجام مرکز آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال مجلس د مقدمې په ویلو سره پیل کړ، یو تن محصل د کلامالله مبارک آیتونه تلاوت کړل.
د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي نوو محصلانو ته د پوهنتوني اخلاقو اړوند معلومات ورکړل، د پوهنتون پېژندني کتاب په اړه وږغېد او له دوی څخه یې وغوښتل تر څو ټول اصول او مقررات مراعات کړي.
د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات محصلان د طب پوهنځي مسلک په اهمیت وپوهول، هغوی ته یې مسلکي مشورې ورکړې او زیاته یې کړه چي له طب سره باید د وخت مطابق مهارتونه هم زده کړئ.
د پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله نیازي وینا وکړه او وېویل: «ستاسو اعمال په نیتونو تړلي دي، دلته تاسو باید د علم تر څنګ مسلکي او اړین مهارتونه زده کړئ، تاسو باید له همدې شېبي څخه د ځان، کورنۍ، ټولني او بشریت ته د ښېګڼو رسولو هوډ ولرئ، نو خپل وخت عبث مه تېروئ.»
له ویناوو وروسته د نشراتو او فرهنګي چارو آمریت له خوا د پوهنتون پېژندني ویډیو محصلانو ته خپره سوه تر څو له ټولو مهمو برخو څخه خبر کړل سي.
همدارنګه په مجلس کي د طب پوهنځي محصل د پلار په اړه خپل ترتیب کړی ترنم هم له ګډونوالو سره شریک کړ.
د مجلس دوهمه برخه سرګرمۍ ته ځانګړي سوې وه، له محصلانو څخه د پوهنتون پېژندني په کتاب کي بېلابېلي پوښتني وسوې او سم جواب ویونکو ته ډالۍ ورکړل سوې.
مجلس د دعاء پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University