Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د رمضان المبارک میاشتي حکمتونه او فضیلتونه!

1404-11-28

خبري پېښي

نن سه‌شنبه (۱۴۰۴/۱۱/۲۸ ل.) د ژبو او مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د دعوت او ارشاد آمریت او فرهنګي کمېټې د پلان له مخي د یاد مرکز مسؤل ښاغلي مولوي فرید احمد د مبارکي روژې میاشتي د حکمتونو او فضیلتونو په باب مهم اصلاحي بیان ارائه کړ. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي مولوي فرید احمد په لاندي موضوعاتو لنډي خبري وکړې: * د مبارکي روژې پېژندنه * د روژې تاریخ او مشروعیت * د روژې حکمتونه او فضیلتونه * په روژه کي غوره اعمال د پورته ټولو موضوعاتو په اړه مفصلي خبري وسوې، د ګډون والو پوښتني جواب سوې او مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. په یاد مجلس کي د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري او خدمتي کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University