Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

ګاز نیونه

1404-11-20

عامه معلومات

ګاز نیونه د بې‌ بویه او بې‌ رنګه ګاز تنفس دئ چي د سون‌ توکو لکه د بخارۍ ګاز، ذغال د نیمګړي سوځېدو له امله په تړلي ځای کي تولیدېږي. دا ګاز په وینه کي د اکسیجن ځای نیسي او د شدیدو زیانونو او حتی د مرګ سبب کېدای سي. نښې نښاني يې سردردي، سرګرځېدل، د زړه بد والی او ګډوډي شامل دي. که دا پېښه رامنځ ته سي، سمدستي مصدوم تازه هوا ته وباسئ او له بېړنۍ روغتیايي مرستو مرکز ته یې ورسوئ. د ګاز نیوني علایم اولیه نښه: مبهم او دوامدار سردردي، سرګرځېدل، ستړیا، د زړه بد والی او له تبې پرته د انفلونزا په څېر احساس کول. شدیدې نښي: ذهني ګډوډي، د لید خرابوالی، د زړه تېز درزا، بې ‌هوښي، دماغي ستونزي او کوما. دا نښي د شپې او د خوب پر مهال ډېري خطرناکي وي. د ګاز نیوني پر مهال بېړني مرستي: ۱. سمدستي شخص له ککړ چاپېریاله وباسئ او تازه هوا ورکړئ. ۲. دروازې او کړکۍ خلاصې کړئ تر څو تازه هوا داخل سي. ۳. نژدي روغتیايي مرکز ته ناروغ انتقال کړئ. ۴. که شخص ساه نه اخیسته یا بې ‌هوښه و، مصنوعي تنفس ورکړئ. ۵. که شخص بیداره و ، ګرم څښاک ورکول غوره دي. د ګاز نیوني مخنیوی څنګه باید وکړل سي؟ په مسلکي کسانو د خپلو کورونو هوا کشان چک کړئ! د بخاریو او نورو سون توکو له پاره مناسب د هوا ایستلو دودکش جوړ کړئ. د خوب پر مهال د ګاز ډبه بنده او له خوني څخه یې وباسئ. د ګاز ډبې له جوړ والي څخه ځان ډاډه کړئ.