د ملالۍ پوهنتون د محصلانو د خدماتو انسجام مرکز او کندهار NFC کمپلکس ترمنځ د ورزش په برخه کي د همکاریو تفاهم لیک نن شنبه (۱۴۰۴/۱۱/۱۸ ل.) لاسلیک سو.
د همږغۍ مجلس په ملالۍ پوهنتون کي دائر سوی و چي پیل یې د کلامالله په مبارکو آیتونو وسو، ورپسې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنتون په اړه یې له دوی سره معلومات شریک کړل.
د محصلانو د خدماتو انسجام مرکز آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال د تفاهم لیک په منځپانګه خبري وکړې او زیاته یې کړه چي محصلان به د ورزش په برخه کي د دې تفاهم لیک له لاسلیک کولو وروسته په کندهار NFC کمپلکس کي ښې لاسته راوړني ولري.
تر ویناوو وروسته د دواړو لورو استازو لهخوا د تفاهم لیک ترتیب سوې طرحه لاسلیک سوه او مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University