Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د طب پوهنځي استادانو مجلس دائر سو!

1404-11-16

خبري پېښي







د علمي شورا په تالار کي نن پنج‌شنبه (۱۴۰۴/۱۱/۱۶ ل.) د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات په مشرۍ د پوهنځي له استادانو سره د همږغۍ مجلس دائر سو. مجلس د کلام‌الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي سادات د مجلس پر آجنډا بحث را پیل او د مهمو موضوعاتو په تړاو یې د پوهنځي د استادانو نظرونه را ټول کړل. د مجلس مهم موضوعات په دې ترتیب وو: - د تیر سوي سمسټر ارزونه کول او نوي سمسټر ته چمتووالی نیول - د صنفي ارزونو پلان جوړول - د لابراتوارونو فعالیتونه ګړندي کول - د عملي کارونو پلانونه جوړول او تعقیبول یې - د استادانو څېړنیزو فعالیتونو ته وده ورکول - د کیفیت او ظرفیت لوړوني په پروګرامونو کي پراخه ګډون کول - د نظم او ډسپلیني موضوعاتو په اړه تدابیر لرل په مجلس کي د هري موضوع په تړاو استادانو خپل نظریات وړاندي کړل چي په راتلونکي سمسټر کي به له یادو نظریاتو څخه پوره ګټه واخیستل سي. مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University