Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

سرطان څنګه ناروغي ده ؟

1404-11-15

مقالې، لیکني او ژباړي

دانسان په وجود کي په نارمل ډول د ورځي په ميلینونو حجراتو کي تغیيرات رامنځ ته کېږي. زړې حجرې له منځه ځي نوې حجرې رامنځ ته کېږي چي دا په خپل منځ کي د يو منظم ميکانېزم له مخي د وجود دفاعي سيسټم تر کنټرول لاندي صورت نيسي (apoptosis ) کله چي حجره د دغه منظم ميکانېزم د کنټرول څخه ووځي او په خپل سر غير منظم تکثر او ډېر والی پيل کړي دغه حالت ته سرطان وايي يا په خلص ډول ويلاي سو چي د حجرې تر کنټرول وتلي غير منظم ډېر والي(تکثر) ته سرطان وايي. په سرطان کي اساسي مشکل د حجرې د (DNA) په برخه کي خسارات منځ ته راسي چي همدغه د ډي اين اې خسارات د حجرې دسرطان سبب وگرځي. ذکر سوي د سرطان حجرې بغير له کنټرول څخه خپل ډېروالي ته ادامه ورکوي، په خپل منځ کي سره را ټولېږي، دانه منځ ته راوړي او ورپسې د داني بڼه ځان ته اختیاروي. سرطان پر ۲ ډوله دئ: يو ډول ته یې ښه سرطان وایي، بل ډول ته یې مضر يا خبيس سرطان وايي. ښه سرطان: د ښه سرطان تاثيرات يوازي په خپل اطرافو کي ښکاره کېږي، تداوي يي اسانه وي په اسانه له منځه وړل کېږي او د دوهم ځلي لپاره په وجود کي هم نه تکرارېږي . مضر يا خبيس سرطان: دا ډول سرطان ډېر خطرناکه دئ، کله چي د بدن په يوه برخه کي راښکاره سي تر څو چي تشخيص يې تکميل کېږي خپلي ريښې يي د بدن نورو برخو ته رسولي وي. د مثال په ډول لکه اینه (جگر)، سږي ،عصاب ،پښتور گي او د بدن نورو برخو ته ... اما ريښي او د ريښو تأثيرات يې ژر نه په سترګو کېږي، د وخت په تيرېدو هره ريښه يې دانه تشکيل کولای سي، هره دانه يې تکراري ريښي کولای سي. د سرطان دقيق سبب معلوم نه دئ اما ډېرو څېړنو يې مختلف سببونه ښودلي دي چي د سرطان سبب کېږي، لکه مضرې وړانګې/شعاوي (X)، د لمر د وړانګو په مقابل د اوږد وخت لپاره پاته کېدل، سګرېټ، الکول، د هوا ککړتيا ،کيميا وي مواد، غير مظنم خوراکونه او ارثي سببونه. نښي نښاني يې: لکه د بدن په يوه برخه کي د اوږده وخت لپاره پړسوب، نه جوړېدونکي زخم، پر پوستکي د زخو او تور ټاپو په شکلاو رنگ کي تغيرات، د بدن څخه ناڅاپي وينه مثلا د خولې له لاري وينه، د پزې وينه، په ټوخي کي وينه، د متيازو او د بولو له لاري وينه، د رحم څخه غير منظمه وينه راتلل، د خوراک په تېرولو کي ستونزي، هميشه ټوخی او د اواز خفیف کېدل، تشناب ته په تلوکي تغیيرات، په لږ وخت د زون کم والی او د هډوکو درد... د درملني لپاره يې مختلفي طريقي سته لکه جراحي، راډيو تراپي، کيمو تراپي او هرمونيک تداوي.