Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

نهه ویشتم متفرقه کانکور واخیستل سو!

1404-11-14

خبري پېښي







نن سه‌شنبه (۱۴۰۴/۱۱/۱۴ ل.) د ملالۍ پوهنتون ۲۹ ام متفرقه کانکور له کندهار پوهنتون څخه د راغلي استازي په حضور کي له کاندید محصلانو څخه واخیستل سو. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله نیازي پیلیزه وینا وکړه او وې ویل چي هر عمل چي د انسانیت په نیت بناء وي الله تعالی یې انسانانو ته اجر ورکوي، دا چي تاسو د تحصیل له پاره نیت کړی دئ نو ملالۍ پوهنتون ژمن دئ تر څو ستاسو د دې سپېڅلي هدف په پوره کولو کي خپل ټول امکانات په کار واچوي. د کندهار پوهنتون په استازیتوب د یاد پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد او د کیفت لوړاوي آمر ښاغلي پوهنیار عبدالاحد زاهد کاندید محصلان لوړو زده کړو ته وهڅول او زیاته یې کړه چي تحصیل باید په هیڅ صورت ترک نه سي، تحصیل که په هره څانګه کي وي؛ باید ترلاسه سي. تر ویناوو وروسته د مسؤل کسانو له خوا د ازمویني پارچي ووېشل سوې، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي د سوالونو د حل کولو په اړه کاندید محصلانو ته معلومات ورکړل او ازموینه رسماً را پیل سوه. د یادولو وړ ده چي عمومي کانکور د دلوې میاشتي په ۳ مه نېټه اخیستل سوی و چي د متفرقه کانکور له کامیاب سوو محصلانو سره سم به یې درسي سمسټر د دلوې میاشتي په ۱۸ مه نېټه د شنبې په ورځ پیل سي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University