Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د شعبان میاشتي د ۱۵ مې شپې فضیلت اړوند بیان وسو!

1404-11-13

خبري پېښي

د دعوت او ارشاد آمریت د پلان له مخي نن دوشنبه (۱۴۰۴/۱۱/۱۳ ل.) د پوهنتون په مسجد کي د اسلامي ثقافت استاد او د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر ښاغلي حافظ مولوي محمود خطیبي له خوا د شعبان المعظم میاشتي د ۱۵ مې شپې د فضیلت او اهمیت اړوند بیان وسو. ښاغلي خطیبي د لاندي موضوعاتو په اړه خپل معلومات له ناستو کسانو سره شریک کړل: - د اسلامي تاریخ له مخي د شعبان پنځلسمي اهمیت - د شعبان میاشتي فضیلیت - د شعبان پنځلسمي شپې نومونه - د شعبان پنځلسمي مستحب کارونه - د یادي شپې اړوند نامناسبي کړني او.... په مسجد کي د پوهنتون رهبري هیئت، اداري او خدمتي کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و چي د ګډونوالو پوښتنو ته له جواب ورکولو او دعاء ویلو وروسته پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان او یوټیوب: Malalay University