راټولوونکی: منیر احمد بهیر
د طب پوهنځي محصل
په ځوانانو کي د دې مريضۍ مهم خطري فکټورونه هغه لکه د سګرېټو استعمال، ذهني فشار (سټریس) او د انرژي څښاکونو د بېځایه استعمال څخه رامنځ ته کیږي.
۱. سګرېټ، نسوار او چلم: سګریټ د زړه د ناروغیو تر ټولو لوی لامل دئ.
د سګریټ تاثيرات:
- د وینې د رګونو تنګوالي رامنځ ته کوي
- وینه غلیظه کوي
- د زړه رګونه بندوي
- د زړه د حملې خطرونه د ۳ څخه تر ۵ چنده زیاتوي حتا د میاشتو یا یو کال لپاره پر له پسې سګرېټ څکول هم د زړه د حملې لپاره خطرناکه تمامېدلاي سي
۲. ذهني فشار Stress يا Tension
دوامداره فکرونه ، غمونه، بېکارۍ، درسي فشارونه او کورني ټينشنونه دا ټوله مشکلات د زړه حملې رامنځ ته کوي.
- د وینې فشار لوړوي
- د زړه ضربان زياتوي
- د زړه عضله کمزورې کوي
- د ناڅاپي زړه حملې سبب کېدلای سي
ډېری ځوانان سته چي پټ ذهني فشارونه لري خو علاج یې نه کوي.
۳. انرژي څښاک (Energy Drinks)
لکه: Red Bull، Power Horse او داسي نور انرژياني
- د زړه ضربان يو دم زياتوي
- د وینې فشار زياتوي
- د زړه نظم خرابوي يعني (Arrhythmia) رامنځ ته کوي
- حتا په ځینو کسانو کې يو دم د زړه د رګونو د بندېدلو سبب هم ګرځيدلاي سي
د انرژۍ څښاکونه د طاقت سرچینه نه بلکې د زړه لپاره يو د خطرناکو موادو څخه چي د زړه حمله رامنځ ته کوي
د زړه د حملې خطرناکې نښي:
که څوک دا نښې ولري، باید ژر تر ژره روغتون ته يوړل سي:
- د سینې درد یا لوړ فشار
- درد چې په چپه لاس، اوږه، غاړه او یا د زامې په ساحه کي وي
- ساه لنډي
- یخې خولې پر راتلل
- سرچرخي یا بېهوشي
د زړه د حملې تاوانونه او خطرونه:
- د زړه حمله د ځوان نسل ټول ژوند ورخرابوي
- دایمي کمزوري، او د کار توانایي د لاسه ورکوي
- ناڅاپي مرګ
- د کورنۍ او ټولنې لپاره لوی اقتصادي او روحي زیانونه رامنځ ته کوي
د زړه د حملې د مخنیوي لارې چارې:
- سګریټ، نسوار او چلم پرېښول
- د انرژي د څښاکونو او استعمال څخه ډډه کول
- هره ورځ منظم قدمونه وهل یا ورزش کول
- د ذهني فشار کمول او ښه خوب کول
- سالم خواړه خوړل
- د وینې د فشار، شکري او کولیسټرول چک کول
“له بده مرغه په وروسته پاتې سیمو کې نه یوازي دا چي د زړه ناروغۍ په زیاتېدو دي، بلکي د تشخیص او درملنې امکانات هم پکښي په نشت حساب دي.”:
په وروسته پاته او داسي نورو سیمو کې د سګریټو، نسوارو او انرژي څښاکو استعمال په ځوانانو کي بي حده ډېر زیات سوی دی ورسره ذهني فشار، بېکارۍ او د ژوند سخت شرایط د دې سبب سوي دي چي د زړه ناروغۍ په ځوانانو کي ډېري سي. بل ډېر ځوانان داسي سته چي منظم صحي معاینات نه کوي او یوازي هغه وخت روغتون ته ځي چي حالت يې ډېر خراب سي.
وروستۍ څېړنې ښيي چي د زړه حمله اوس ځوان نسل هم ګواښۍ خپل زړه جدي ونیسئ ځکه ژوند د خدای یوه بېسارې ډالۍ ده.
ماخذونه
۱. World Health Organization (WHO) – Cardiovascular Diseases Fact Sheet, 2023.
۲. American Heart Association (AHA) – Heart Attack in Young Adults, 2022.
۳. Centers for Disease Control and Prevention (CDC) – Smoking, Stress and Heart Disease, 2022.