د ۲۹ کانکور ټولو قدرمنو ګډون کوونکو ته د دې خبرتیا له مخي خبر ورکول کېږي چي د ۲۹ عمومي کانکور نتایج اعلان سوي دي، ګډون کوونکي د خپلو نتایجو د لیدو له پاره د ملالۍ پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت ته مراجعه کولای سي.
کامیاب سوي کسان تر راتلونکي یکشنبې (د دلوې ۱۲مه) پوري فرصت لري چي راسي او پوهنځي ته د شمولیت فورمه ډکه کړي، د نه حاضرېدو په صورت کي د شکایت حق نه لري.
یادونه: کوم کسان چي پوهنتون ته مراجعه کولای نه سي، د خپلو نتایجو د معلومولو لهپاره کولای سي له لاندي شمېري سره په رسمي وختونو کي اړیکه ونیسي:
0703300632