د ملالۍ پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د پلان له مخي د استادانو، اداري کارمندانو، محصلانو او د ټولني وګړو د ظرفیت او مهارتونو د لوړولو په موخه پرون شنبه (۱۴۰۴/۱۰/۶ ل.) د نقلیه وسایطو د چلولو روزنیز کورس د کندهار ترافیکو عمومي مدیریت په مرسته په ملالۍ پوهنتون کي پیل سو.
مجلس د کلامالله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید د پیلیزي وینا په ترڅ کي د کندهار ترافیکو له مدیریت څخه مننه وکړه، ګډون وال یې حاضري او فعال ګډون ته وهڅول او زیاته یې کړه چي دا ډول فرصتونه کم دي او د چلولو علم ته اړتیا تر بل هر وخت ډېره ده.
ورپسې د کندهار د ترافیکو عمومي مدیریت د ښووني او روزني مدیر ښاغلي لومړي څارن سیفالله بسمل خبري وکړې، د کورس تګلاره یې بیان کړه او وېویل چي دا یو کمیابه فرصت دئ چي ټول باید مناسبه ګټه ځني واخلي.
له هغه وروسته د درس بهیر پیل سو چي یوه اونۍ به هره ورځ د یوه ساعت لهپاره جریان ولري او تر نظري زده کړو وروسته به عملي امتحان اخیستل کېږي او کامیاب سوو کسانو ته به د چلولو لایسنس ورکول کېږي.
په یاد کورس کي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو، محصلانو او بهرنیو کسانو ګډون کړی و چي شمېر یې ۲۰۰ تنو ته رسېده.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University