Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د اناټومي سیالۍ ګټونکو ته ډالۍ ورکړل سوې!

1404-10-4

خبري پېښي







د ژبو او مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته د طب پوهنځي له‌خوا د اناټومي سیالۍ د نتایجو اعلانولو مجلس چهارشنبه (۱۴۰۴/۱۰/۳ ل.) دائر سو او ګټونکو ته یې ډالۍ ورکړل سوې. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د طب پوهنځي رئیس ډاکټر محمد اسمعیل سادات د صنفي سیاليو په ارزښت وږغېد او محصلان یې وهڅول تر څو خپل ګډون پکښي پراخ کړي. د طب پوهنځي مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد یونس سلیمان د سیالۍ د پیلېدو، جریان او نتایجو کتلو په بهیر لنډ معلومات شریک کړل، د سیالیو په ارزښت یې خبري وکړې او دې ډول سیالیو محصلان ته وهڅول. ورپسې د ژمني مطابق د سیالۍ له اول مقام څخه تر لسم مقام پوري ګټونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ووېشل سوې. احسان الله د محمد ظاهر زوی اول مقام، شاه جهان نوري د بریالي زوی دوهم مقام او صفت الله د حبیب الله زوی درېیم مقامونه ترلاسه کړي وو. مجلس د دعاء‌ په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University