د نصاب او کریکولم اصلي کميټې او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پلان له مخي پرون دوشنبه (۱۴۰۴/۹/۲۴ ل.) د کتاب لوستني سیالۍ تحریري ازموینه واخیستل سوه.
یاده ازموینه چي څو ورځي مخکي اعلان سوې وه تیره ورځ پکښي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د دواړو څانګو د بېلابېلو ټولګیو محصلانو ګډون کړی و، د سیالۍ له پاره په اسلام کي د عباداتو فقهې کتاب ټاکل سوی و چي محصلانو پکښي د ټاکل سوي هیئت په حضور کي تحریري ازموینه ورکړه.
د سیالۍ موخه محصلان اضافي مطالعي ته هڅول وو چي د هر سمسټر په بهیر کي دائرېږي. د پورته سیالۍ نتایج به هم نژدي وخت کي اعلان او ګټوونکو ته به یې مادي او معنوي ډالۍ ورکړل سي.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University