Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د ۲۱ مې دورې محصلانو له مونوګرافونو څخه دفاعوې پیل سوې!

1404-9-25

خبري پېښي







د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پلان له مخي پرون دوشنبه (۱۴۰۴/۹/۲۴ ل.) د مناظرې په کلب کي د یاد پوهنځي د ۲۱ مې دورې محصلانو له مونوګرافونو څخه دفاعوې د ژوري هیئت په حضور کي پیل سوې. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید په پیلیزه وینا کي محصلانو ته د پوهنځي پر اهمیت مهمي خبري وکړې، هغوی کار جوړولو او کار پیدا کولو ته وهڅول او زیاته یې کړه چي ليسانس سند ترلاسه کول د تحصیلي دورې پای نه دئ؛ هر محصل باید د ماسټري او دوکتورا ترلاسه کولو په هڅه کي سي. تر ویناوو وروسته محصلانو د مهالوېش له مخي د ژوري هیئت په حضور کي د مونوګرافونو ارائه را پیل کړه چي یاده پروسه به د څو ورځو له‌پاره دوام ولري او په ترڅ کي به یې فارغ کېدونکي محصلان له خپلو څېړل سوو موضوعاتو څخه دفاعوې کوي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University