Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د ستاژر محصلانو د عملي کارونو ارزونه وسوه!

1404-9-24

خبري پېښي







د کیفیت لوړاوي کمېټې د پلان له مخي د ملالۍ پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت‌الله نیازي، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي او د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات د طب پوهنځي ستاژر محصلانو له عملي کارونو څخه د روان ۱۴۰۴ ل. کال د عقرب او قوس میاشتي په بهیر کي ارزونه وکړه. د ارزوني پیل له نادري روغتون څخه وسو چي وروسته ایوبي روغتون، ارغندابي روغتون او مهمند نړۍوال روغتون کي د طب پوهنځي ستاژر محصلانو ټول فعالیتونه وکتل سول. د ستاژز محصلانو حاضري، عملي کار ځایونه، د عملي کار ځایونو وسایل او ډېر شمېر نور موارد د ځانګړي چک لېست مطابق وکتل سول او مهم ټکي یې د سمون په موخه یاداشت سول. د ارزوني موخه دا وه تر څو د ستاژ محصلانو په عملي کارونو کي د پرمختګ له جریان څخه ډاډ ترلاسه سي او یاد بهیر په مناسب ډول مخ ته لاړ سي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University