Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د کیفیت لوړاوي درېیم مجلس دائر سو!

1404-8-26

خبري پېښي







د شورا ګانو او کمېټو د مهالوېش له مخي د کیفیت لوړاوي درېیم مجلس نن دوشنبه (۱۴۰۴/۸/۲۶ ل.) د غونډو په تالار کي د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید په مشرۍ دائر سو. غونډه د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه، په پیل کي ښاغلي سعید د مجلس پر آجنډا بحث را پیل کړ، تر هغه وروسته د کیفیت لوړاوي آمر ښاغلي عبدالرحمن اڅکزي د تیري کميټې د پرېکړو پر اجراأتو خبري وکړې. له هغه وروسته په لاندي موضوعات بحث او په اړه یې لازمي پرېکړي ونیول سوې: - د اصلي او فرعي کمېټو د ارزونو راپورونه کتل او تأییدول - د تدریسي کیفیت او تدریسي مېتودولوژي ارزونو پلانول - د داخلي او باندني عملي کار ځایونو ارزوني له پاره پلان جوړول - د نصاب او عملي کارونو ارزوني پلانول او.... مجلس مسؤلو کسانو ته د کارونو له سپارلو او دعاء ویلو وروسته پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University