د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي مرستیال او استاد ښاغلي ډاکټر محمد یونس سلیمان د مور و ماشوم له پاره د فرانسې روغتیايي انسټیټوټ (FMIC – French Medical Institute for Mother and Children) په پنځلسم نړۍوال کنفرانس کي تیره پنجشنبه ګډون وکړ او خپله څېړنیزه مقاله (Effective and innovative teaching in undergraduate medical education in Kandahar, Afghanistan from learners and instructors perspective) یې د پوسټر پرزنټېشن په بڼه وړاندي کړه.
په یاد کنفرانس کي د عامي روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ګډون ۴۰۰ نورو د علمي او روغتیايي بنسټونو استازو ګډون کړی و.
د ملي او بینالمللي بنسټونو څخه په یاد کنفرانس کي دا کال ۱۸۱ مقالې وړاندي سوي وې چي یوازې ۱۳۰ یې ارائه سوې او په ارائه سوو مقالو کي د ملالۍ پوهنتون د طب پوهنځي مرستیال مقاله هم شامله وه.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University