ملالۍ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګي د مهال وېش له مخي تېره پنجشنبه (۱۵/۸/۱۴۰۴) د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګي د دریم سمسټر محصلانو لخوا د استاد صدیق الله عظیمي په لارښوونه د مناظري کلب په تالار کي د امیر شیر علي خان دوهم ځل واکمنۍ سیاسي ستونزي او پر افغانستان یې د اغیزو تر سر لیک لاندي پېنل دائر سو.
تر پېنل مخکي د کلامالله مبارک آیتونه تلاوت سول، په پیل کي د درېیم سمسټر محصل عبدالبصیر لخوا د پېنل مقدمه وړاندي سوه. تر هغه ورسته حقمل ادب د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ سیاسي وضعیت، داخلي ستونزې او د بهرنیو قدرتونو د فشارونو اغیزو په اړه خپل تحلیل له ګډون والو سره شریک کړ. احسان الله حبیبي د امیر شیرعلي خان د سیاستونو اغېزې و ارزولې او څرګنده یې کړه چي د داخلي اصلاحاتو نیمګړتیا، د اعتماد نشتوالی، او د نظامي ځواک ضعف د حکومت د سقوط لاملونه وو. د دې دورې سیاسي بېثباتۍ د افغانستان د خپلواکۍ، ملي یووالي او راتلونکو سیاسي تجربو پر بهیر ژور اغېز وکړ.
د پېنل په پای کي د ګډون والو پوښتنو ته ځوابونه وویل سول؛ د پېنل ارزونه ښاغلي صدیق الله عظیمي وکړه، محصلان یې په علمي بحث کي د تسلسل د رعایتولو او فکري هڅو له کبله وستایل.
پېنل د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University