Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

زیړی (Jaundice)څه دی او څنګه منځ ته راځي؟

1404-8-21

مقالې، لیکني او ژباړي

راټولوونکی: بلال احمد صابري د طب پوهنځي محصل زموږ د بدن په وینه کي داسې کوچنۍ کوچنۍ حجرې (cells ) سته چي د وینې سرې حجرې(Erythrocytes ) بلل کېږي. د همدې حجرو په وسیله بدن ته اکسیجن انتقالېږي، چي د ژوند لپاره ډېر مهم دي، دا حجرې هم د نورو برخو په څېر یو ټاکلی عمر لري، عموماً شاوخوا ۱۲۰ ورځې ژوند کوي. وروسته له دې مودې نه، دا حجرې زړېږي او له منځه ځي. کله چي دا سرې حجرې(Erythrocytes ) مړې سي، له هغو څخه یوه ژېړه ماده منځ ته راځي چي بيلیروبین (Bilirubin) نومېږي. دا ماده د بدن له خوا له بې‌کاره موادو څخه شمېرل کېږي. د بدن یو ډېر مهم غړی، یعنې اینه (Liver)، دا Bilirubin اخلي او د وړو وړو نلونو یا پیپونو په واسطه کولمو (Intestine ) ته استوي، چي له بدن څخه د غایطې موادو (فاضله موادو) سره یوځای بهر وځي. دا بيلیروبین هغه ماده ده چي غایطه موادو ته ژېړ رنګ ورکوي، خو کله چي دا عادي پروسه ګډوډه سي، نو بيلیروبین په وینه کي جمع کېږي، کچه یې لوړېږي او انسان ته زیړی (Jaundice) پیدا کېږي. Jaundiceڅنګه پیدا کېږي؟ زیړی (Jaundice) د بېلابېلو علتونو له امله منځ ته راځي، خو تر ټولو مهم درې علتونه یې دا دي: ۱. د وینې د سرو حجرو بې‌وخته مړینه: کله کله په بدن کې د وینې سرې حجرې له خپل وخت نه مخکې زیاتې مړې کېږي. دا کار د ځینو ناروغیو له امله وي، لکه د وینې ځانګړي اختلالات، ځینې زهري مواد، یا د معافیتي سیستم تېروتنې. کله چي حجرې زیاتې مړې سي، Bilirubin هم زیات تولیدېږي، او Liver نه سي کولای ټول له منځه یوسي. په دې حالت کي په وینه کي Bilirubin لوړېږي او Jaundice پیدا کېږي. ۲. د اینې (Liver) ناروغي: اینه د بدن فابریکه ده. که دا فابریکه ناروغه سي، نو Bilirubin نه سي سم پروسس کولای. دا حالت په هغو ناروغیو کي ډېر لیدل کېږي لکه هېپټاټایټس بي (Hepatitis B)، هېپټاټایټس سي (Hepatitis C)، یا د الکول زیات استعمال. کله چي اینه پړسېږي یا زیانمنه سي، Bilirubin په وینه کي پاته کېږي او د پوستکي، سترګو او حتا د خولې دننه برخه ژېړه کېږي. ۳. د Liver له Liver څخه د Bilirubin د وتلو لاره بندېدل: کله کله د Liver هغه کوچنی لارې یا پیپونه چي Bilirubin کولمو( Intestine)ته انتقالوي، بندېږي. دا بندښت د ډبرو (Gallstones)، ټومورونو (Tumors) یا د التهابي ناروغیو له امله رامنځ ته کېږي. کله چي دا لارې وتړل سي، Bilirubin نه سي تېرېدلی، نو په وینه کي راټولېږي او زیړی منځ ته راځي. د زیړي نښې نښاننی ( Signs and symptoms of Jaundice) زیړی ډېر په اسانۍ سره پېژندل کېږي، ځکه د بدن بڼه بدلېږي. تر ټولو څرګندې نښې یې دا دي: د پوستکي ژېړوالی د سترګو سپین ژېړ کېدل د خولې دننه برخې ژېړېدل د بولي (ادرار) رنګ تیاره کېدل د غایطې موادو رنګ سپین‌خړ یا خټې ته ورته کېدل د بدن ستړیا، بې‌اشتهايي، او کله کله تبه د زیړي مخنیوی او درملنه(Prevention and treatment of Jaundice) د زیړي درملنه د هغه اصلي سبب پورې اړه لري. که چیري د وینې سرې حجرې(Erythrocytes )زیات له منځه ځي نو باید د هغې ناروغۍ درملنه وسي. که اینه ناروغه وي، د هېپټاټایټس ضد درمل(Anti-Hepatitis drugs)، استراحت او صحي تغذیه اړینه ده. که د Liver پیپونه بند شوي وي، نو جراحي یا ځانګړي طبي کړنې ضروري کېږي. د مخنیوي لپاره ښه ده چي: د هېپټاټایټس بي (Hepatitis B) واکسین واخلو له ناپاکو ستنو او وینې څخه ځان وساتو الکول استعمال نه کړو متوازنه خواړه وخورو او د بدن پاکوالي ته پام وکړو.