Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

اصلاحي بیان!

1404-8-27

خبري پېښي

پرون دوشنبه (۱۴۰۴/۸/۲۶ ل.) د ملالۍ پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت د پلان له مخي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید محمد داؤد آغا هاشمي د تقلید پېژندلو او د امام ابوحنیفه رحمه الله د مذهب ترجیح تر سرلیک لاندي مهم اصلاحي بیان د مجلس له ګډون والو سره شریک کړ. مجلس د ښاغلي مولوي محمود خطیبي له خوا د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي شیخ هاشمي د لاندي موضوعاتو په اړه ګټور معلومات بیان کړل: - تقلید پېژندل - د اسلامي شریعت له مخي تقلید - د تقلید ډولونه - د امام ابوحنیفه رحمه الله مذهب غوره والی او.... د پورته ټولو موضوعاتو په اړه مفصلي خبري وسوې، د ګډون والو پوښتني جواب سوې او مجلس د دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلي مولوي فرید احمد په دعاء پای ته ورسېد. په یاد مجلس کي د مؤسسې رهبري هیئت، استادانو، اداري او خدمتي کارمندانو او د دواړو پوهنځیو محصلانو ګډون کړی و. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University