د روزګان ولایت پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو او د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو د خپل علمي سیر په بهیر کي پرون دوشنبه (۱۴۰۴/۸/۲۶ ل.) له ملالۍ پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
راغلو مېلمنو ته د علمي شورا په تالار کي د بدرګه کولو مجلس دائر سوی و، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د پوهنتون په اړه یې لنډ معلومات ورکړل او د دوی پوښتني یې جواب کړې.
اداري شعبې، خدماتي مراکز، عمومي کتابتون او کمپیوټر لب، د طب پوهنځي عملي کار ځایونه، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي عملي کار ځایونه او لوبغالي هغه ځایونه وو چي د راغلو مېلمنو له خوا وکتل سول او د اړوند ادارو مسؤلینو خپل معلومات له مېلمنو سره شریک کړل.
په پای کي د روزګان پوهنتون راغلو مېلمنو د ملالۍ پوهنتون له مېلمه پالني مننه وکړه او زیاته یې کړه چي د ملالۍ پوهنتون په لیدو خوښ سول چي دا ډول علمي بنسټونه په افغانستان کي تحصیلي خدمات وړاندي کوي.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University